Shamshad FPC

Shamshad FPC Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Shamshad FPC, 5 Street, Jalalabad.
(2)

د افغان ابدالیانو وطن ته ویاړ په برخه کړ !
27/10/2024

د افغان ابدالیانو وطن ته ویاړ په برخه کړ !

هډه غوره لیګ HPL څلورم پړاو کرکټ سیالۍ په ننګرهار همیشه بهار  کې پیل شوېد ننګرهار ولایت بهسودو ولسوالۍ اړوند په نجم اخند...
17/10/2024

هډه غوره لیګ HPL څلورم پړاو کرکټ سیالۍ په ننګرهار همیشه بهار کې پیل شوې

د ننګرهار ولایت بهسودو ولسوالۍ اړوند په نجم اخندزاده (هډه) کلي کې د HPL یا هډه غوره لیګ کرکټ سیالۍ پیل شوې.
د یادو لوبو د پرانیستو په مراسمو کې د ننګرهار کرکټ ولایتې مسؤل محمدالله نجم ،د هدایت حسین د زراعتي او مالداري خدمتونو شرکت ريس حاجې هدايت الله حسین زاده ،د الکوزی طبی علومو انسټیتوټ ریس لطف الله واصفی، دسياليو ترتيب کونکې خان افضل یار هډه وال، د مختلفو رسنیو قدرمند همکاران، د پوهنتونو او مکاتبو استادان ، او ګن شمير د کرکټ مينوالو او لوبغاړو ګډون کړی وو
پرانستي وینا د لیګ مسؤل ښاعلي خان افضل یار هډه وال وکړه ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د لیګ اړوند مسایل بیان کړل او په افغان کرکټ بورډ غږ وکړ تر څوو د یادي سیمي کرکټ ته ډیره توجو وکړي ورپسي د ننګرهار دکرکت مسؤل محمد الله (نجم) لوبغاړو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او د یاد لیګ مسولینو څخه یې مننه وکړه چې سیالیو ته یې په بشپړ ډول چمتووالی نیولي دی او د یادو سیالیو د غوره مدیریت لپاره یې بیلا بیلې کمېټې ګمارلې تر څو سیالۍ په منظم ډول تر سره شي.
په يادو سياليو کې 12 لوبډلي ګډون کوې چې په 3ګروپونو ويشل شوې او شاه او خوا د دري مياشتو په موده کې به بشپړى شې

د یادونې وړ ده چي د یاد غوره لیګ سیالۍ ټولې لوبي به یوازی د جمعي په ورځ یوه سهار او یوه ماسپښین ترسره کیږی.
نوټ # د هدایت حسین د زراعتي او مالداري خدمتونو شرکت د HPL د هري لوبي غوره لوبغاړي ته 400 افغانۍ او د میچ هر اولني دوه کیچ نیونکوو ته 100 افغانۍ انعام اعلان کړ.

Match Day 📣يوځل بیا د میدان ګټلو لپاره د یو بل پر واړندې هډه اتلان د هډه کینګز په مقابله کي سبا جمعي سهار   7:30 Am بجی ...
17/10/2024

Match Day 📣

يوځل بیا د میدان ګټلو لپاره د یو بل پر واړندې
هډه اتلان د هډه کینګز په مقابله کي سبا جمعي سهار 7:30 Am بجی
ایچ پي ایل ستاسي خپل لیګ

ننګرهار/ جلال اباد د نجم الدین اخندزاده (هډي) تاریخي کلی

16/10/2024

د خوړو نړيواله ورځ!

نن د اکتوبر ۱۶مه د خوړو نړیواله ورځ ده. دا ورځ د خوړو نړيوال سازمان (WFP) په ګډون، د روغتیا نړيوال سازمان (WHO) او د زراعت د پرمختیا نړیوال صندوق (IFAD) په ګډون، نورو نړيوالو ادارو له لورې هم په پراخه کچه نمانځل کېږي.

د يادونې وړ ده چې د خوړو نړيوال پروګرام (WFP)، لوږې سره د مبارزې او د جګړو او شخړو پر مهال د غذايي توکو پر لېږد رالېږد د بنديز او لوږه د جګړې د وسيلې په توګه د کارولو مخنيوي برخو کې د کړيو هڅو له امله، د ۲۰۲۰ کال د سولې د نوبل جایزه هم ترلاسه کړې وه.

پاک او سالم خواړه، ستاسو روغتيا تضمينوي.

ږ ټول باید هڅه وکړو چې د دې مبارزې برخه شو. 🌱

✅ د اړمنو خلکو سره مرسته وکړئ.
✅ د خوراکي توکو ضایع کم کړئ.
✅ د کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړئ.

15/10/2024
د امام ابو حنیفه (رح) درېیم ملي او نړیوال نندارتون د مطبوعاتی کنفرانس په ترڅ کې پای ته ورسیدشنبه، تلې ۲۱مه،  ۱۴۰۳د امام ...
13/10/2024

د امام ابو حنیفه (رح) درېیم ملي او نړیوال نندارتون د مطبوعاتی کنفرانس په ترڅ کې پای ته ورسید

شنبه، تلې ۲۱مه، ۱۴۰۳

د امام ابو حنیفه (رح) درېیم ملي او نړیوال نندارتون، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لوري او د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ د اوو ورځو لپاره په کابل کې جوړ کړی و، د مطبوعاتي کنفرانس او یوې شاندارې غونډې په ترڅ کې پای ته ورسېد، په یاده غونډه کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال جلالتمآب مولوی عبدالکبیر، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د کابل اتاق مشرتابه پلاوي، د ریاست الوزرا د دفتر رییس، د چارو ادارې لوۍ رئیس، د صنعت او سوداګرۍ وزارت او اقتصاد وزارت مرستیالیان، د اروپايي ټولنې استازې، د نړیوالو ادارو استازي، بهرني مېلمانه، د نندارتون رئیس او د خصوصي سکتور سلګونه غړي ګډون کړی و.

په پیل کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، ښاغلي محمد یونس مهمند، د حکومت چارواکو او داخلي او بهرنیو مېلمنو د هرکلي په ترڅ کې د نندارتون د بریالیتوب لپاره د حکومت، صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستو، د امنیتي ادارو د ښه امنیت، د امر بالمعروف وزارت او نورو اړوند ادارو څخه مننه وکړه.

ښاغلي مهمند، همدارنګه د کورنیو مالي ملاتړکوونکو، نړیوالو بنسټونو او موسسو، د ایراني شرکتونو او د مرکز او ولایتونو شرکتونو څخه مننه وکړه چې خپل تولیدات یې په نندارتون کې وړاندې کړي وو.

د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مرستیال، له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د خلکو کنګل شوې شتمنۍ چې خلکو او خصوصي سکتور ته یې زیاتې ستونزې رامنځته کړې دي، بېرته د افغانستان بانک ته ورکړي. هغه همدارنګه له حکومتي چارواکو څخه وغوښتل چې په کابل ښار کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د نیمګړې ودانۍ په جوړولو کې له اتاق سره مرسته وکړي. ښاغلي مهمند، د مالیې وزارت څخه د ځینو صنفونو د مالیې معافیت لپاره مننه وکړه او له دوی څخه یې وغوښتل چې په مالي چارو کې نورې اسانتیاوې رامنځته کړي.

ورپسې د ریاست الوزرا پیغام د داکتر عبدالواسع له لوري وړاندې شو، په کوم کې چې د امام ابو حنیفه (رح) د درېیم ملي او نړیوال نندارتون د بریالیتوب لپاره مبارکي ویل شوې وه او د خصوصي سکتور څخه غوښتل شوي وو چې د قوش تپې پروژې په څېر لویو اقتصادي پروژو کې ګډون وکړي. په پیغام کې همدارنګه له سوداګرو غوښتل شوي وو چې د ژمي لپاره د خلکو اړتیاوې په پام کې ونیسي.

وروسته، د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال، جلالتمآب مولوي عبدالکبیر، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لوري د دې لوی نندارتون د جوړولو ستاینه وکړه او له ټولو ګډونوالو څخه یې مننه وکړه چې خپل تولیدات یې نندارې ته وړاندې کړي وو. هغه د افغانستان د حکومت له ګاونډیو او سیمه‌ییزو هیوادونو سره د ښو اړیکو یادونه وکړه او د افغانستان بهرنۍ تګلاره یې پر اقتصاد متمرکزه وبلله. نوموړي د خصوصي سکتور د بشپړ ملاتړ ډاډ هم ورکړ، په ځانګړي ډول د پانګونې په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه.

دغه راز، ښاغلي نورالحق انور، د چارو ادارې لوی رئیس، ښاغلي احمدالله زاهد، د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، او ښاغلي عبدالطیف نظری، د اقتصاد وزارت مسلکي معین، د خپلو ادارو د پالیسۍ په اړه خبرې وکړې، چې په هغې کې د پانګونې قانون اسانتیاوې، پانګوالو ته د ځمکې وېش، او د اقتصادي پروژو په اړه خبرې وشوې.

ښاغلي الحاج خیرالدین مایل احمدي، د سوداګرۍ اتاق سوداګریز مرستیال، د نندارتون د بریاوو یادونه وکړه او له ټولو حکومتي ادارو، نهادونو، شرکتونو او هغو کسانو څخه یې مننه وکړه چې د نندارتون په بریالیتوب کې یې مرسته کړې وه.

ښاغلي مایل د نندارتون رئیس صابر لطیفي او امنیتي ځواکونو څخه مننه وکړه او له حکومته یې وغوښتل چې د خصوصي سکتور د پانګونې او سوداګرۍ په برخه کې لا زیات ملاتړ وکړي.

ښاغلي میر زمان پوپل، د سوداګرۍ اتاق د مالي او اداري معاونیت سرپرست، د نندارتون د لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې له ۷۰۰ زرو څخه زیاتو کسانو په اوو ورځو کې د امام ابو حنیفه (رح) درېیم ملي او نړیوال نندارتون ته مراجعه کړې وه؛ ۷۰۰ داخلي او بهرني شرکتونو (له ایران، پاکستان او ترکیې څخه) خپل تولیدات او محصولات نندارې ته وړاندې کړي وو؛ په کورني برخه کې ۳۲۴ قراردادونه او هوکړه لیکونه د ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت لاسلیک شوي او د تولیدي او تجارتي توکو د پلور ارزښت ۷۰ میلیونه افغانۍ شوی دی.

ښاغلي پوپل زیاته کړه: ۷۰ ایراني شرکتونو په ۱۰۰۰ متر مربع ساحه کې برخه اخیستې وه او پاکستان او ترکیې هم درې غرفې لرلې. همدارنګه، د نندارتون په دویمه ورځ او په سرینا هوټل کې د سوداګریز کنفرانس پر مهال له ۱۰۰ څخه زیات تفاهمنامې او قراردادونه د داخلي او بهرنیو شرکتونو ترمنځ د ۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت لاسلیک شوي او یو شمېر بهرنیو شرکتونو په افغانستان کې د پانګونې لپاره خپله چمتووالی څرګند کړ.

د پروګرام په پای کې، د نندارتون ملاتړکوونکي، امنیتي مسوولینو او هغو غرفه‌دارانو ته چې خپل تولیدات او خدمات یې نندارې ته وړاندې کړي وو، د سوداګرۍ اتاق له لوري ستاینلیکونه ورکړل شوې.

07/10/2024

سیمیا ماکرونی یک دقیق ای !

07/10/2024

اش دوغی متفاوت و مزه دار تهیه کنید.

البم تهیه طرز اش و سیمیا وطنی.
07/10/2024

البم تهیه طرز اش و سیمیا وطنی.

07/10/2024

طرز تهیه

شمشاد دستګیر خوراکي توکو تولیدی شرکت له لوری هډه اتلانو ټیم ته لباس هم ډالۍ شو . مونږ د ځوانانو د ورزشی پروګرامونو ملاتړ...
25/09/2024

شمشاد دستګیر خوراکي توکو تولیدی شرکت له لوری هډه اتلانو ټیم ته لباس هم ډالۍ شو .
مونږ د ځوانانو د ورزشی پروګرامونو ملاتړ او هڅولو ته ژمن یو.

د ننګرهار ولایت صنعت او سوداګرۍ ریاست لخوا د جلال اباد لومړنی نړیوال نندارتون پرانیست غونډه همدا مهال په ستاره شرق هوټل ...
24/09/2024

د ننګرهار ولایت صنعت او سوداګرۍ ریاست لخوا د جلال اباد لومړنی نړیوال نندارتون پرانیست غونډه همدا مهال په ستاره شرق هوټل کې جریان لري، که غواړۍ وطنی تولیدات وګورۍ او ملاتړ یی وکړۍ نو له نږدی یی لیدنی ته راتللی شۍ. مننه

23/09/2024
د هډه پریمیر لیګ 🏏 HPL دڅلورم  پړاو لوبډلو د سپانسرز په لړۍ کې نهم 9 قدم د شمشاد دستګیر خوراکي توکو تولیدي شرکت د مسؤل ح...
23/09/2024

د هډه پریمیر لیګ 🏏 HPL دڅلورم پړاو لوبډلو د سپانسرز په لړۍ کې نهم 9 قدم د شمشاد دستګیر خوراکي توکو تولیدي شرکت د مسؤل حاجي غلام دستګیر کاموال له طرفه اخیستل کیږي.
محترم د (هډه اتلان Hada Atalan ) لوبډلې مالي لګښت په غاړه واخیست او د یادې لوبډلې مالک شوو
دوۍ ته مبارکي وایو او د HPL 🏏 څلورم پړاو کې ورته ښه بخت غواړو.
د هډه اتلانو مالک او رهبرۍ یادونه وکړه چې ( محمد عمر حیران ) به د یادي لوبډلې لوبډلمشري وي

د 🏏 HPL اداره سپانسرانو ته دا حق ورکوي ترڅو د خپلې لوبډلې لپاره ددوۍ په خوښه لوبډلمشر وټاکي او تر څنګ يي 5 بهرني او 3 داخلي لوبغاړي د لوبغاړو د بولۍ نه مخکې له ځان سره وساتي چي یواځې 4 بهرني لوبغاړي په یوه لوبه کي د لوبیدو حق لري.

د AL-Baraka Travel Agency- البرکه سیاحتي شرکت نه ډیره مننه کوو چې داځل د لیګ د لوبډلو د ثبت نام په برخه کې همکاري کوي.

هډه پریمیر لیګ 🏏 HPL ستاسو خپل لیګ.
0777 59 85 86
077 26 10 353
0780 382 382

We have lunched a product name Lazeez د شمشاد دستګیر خوراکی توکو تولیدی شرکت د تولیداتو لپاره د لذيذ نوم غوره کړ .لذيذ ا...
17/09/2024

We have lunched a product name
Lazeez
د شمشاد دستګیر خوراکی توکو تولیدی شرکت د تولیداتو لپاره د لذيذ نوم غوره کړ .
لذيذ اش
لذيذ میانچی

Address

5 Street
Jalalabad
2601

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Shamshad FPC posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Shamshad FPC:

Videos

Share


Other Jalalabad event planning services

Show All